د نړیوال بانک نوی راپور ښيي چې طالبانو د ۲۰۲۵ مالي کال په لومړیو ۹ میاشتو کې د هیواد د ټولې بودیجې شاوخوا ۴۸ سلنه (۹۶.۹ میلیارده افغانۍ) په امنیتي برخو لګولې ده.

دا په داسې حال کې ده چې په هیواد کې فقر او بې وزلي مخ په ډیریدو ده او د خلکو عاید کم شوی دی .


راپور خبرداری ورکوي چې د پرمختیایي او عامه خدماتو د بودیجې کمښت پر خلکو، په ځانګړې توګه پر ښځو او ماشومانو اقتصادي فشارونه زیات کړي دي.

د افغانستان اقتصاد د بودیجې له کسر سره مخ دی او په تیرو میاشتو کې د دولت لګښتونه له عوایدو څخه ۲ میلیارده افغانۍ زیات وو .


اقتصادي کارپوهان وايي کله چې پیسې د پوهنې او روغتیا پر ځای پر امنیت ولګول شي، بیکاري زیاتیږي. بل لور ته، له پاکستان سره د لارو بندیدو صادرات کم کړي، خو هند اوس د افغانستان د صادراتو تر ټولو لوی مارکیټ ګرځیدلی دی .

اقتصاد #نړیوالبانک #طالبان #بودیجه #امنیت #فقر #افغانستان #صادرات #هند #بیکاري #اقتصاديراپور

Author