د مخکیني ولسمشر مرستیال امرالله صالح ادعا کړې چې امریکا لا هم طالبانو ته د نغدو پیسو سترې کڅوړې استوي.

هغه وايي یوازې د جدي په ۲۳مه ۴۵ میلیونه ډالر کابل ته رسیدلي او په روانه میاشت کې د ۹۰ میلیونه نورو ډالرو ژمنه هم شوې ده .


صالح په خپله ایکس پاڼه لیکلي چې د ټرمپ حکومت له یوې خوا پر نورو تعرفې لګوي خو له بلې خوا له طالبانو سره “سخاوتمندانه” مالي مرسته کوي.

هغه طالبان د امریکا “نیابتیان” بللي او پوښتنه یې کړې چې آیا د دې ډلې لپاره کوم نوی ماموریت پلان شوی دی؟ .


دا څرګندونې داسې مهال کیږي چې سیګار پخوا تایید کړې وه چې افغانستان ته په منظمه توګه ۸۰ میلیونه ډالر لیږل کیږي.

خو واشنګټن د ۱۴۰۲ کال له چنګاښ میاشتې راهیسې د دې پیسو د لیږلو جزئیات رسنیز کړي نه دي، چې شکونه یې زیات کړي دي .

امراللهصالح #طالبان #امریکا #ډالر #نغدېپیسې #سیاست #افغانستان #ټرمپ #ماليمرسته #سیاسيخبرونه #شننه