د طالبانو د رسنیزو فعالانو ترمنځ ناندرۍ زیاتې شوي او د “پاکټي جنګیالیو” اصطلاح د دوی ترمنځ مشهوره شوې ده. د دې ډلې یو مشهور غړی، جنرال مبین، افشا کړې چې ځینې کسان د مستعارو نومونو لاندې هره میاشت په زرګونو افغانۍ او وړیا انټرنیټ ترلاسه کوي ترڅو پر نورو نیوکې وکړي .
دا افشاګري ښيي چې د “جلال بنسټ” او استخباراتي ادارې د آنلاین فعالانو یوه شبکه تمویلوي. دغه کسان چې ډیری یې د ښځینه یا مستعارو نومونو څخه کار اخلي، دنده لري چې ټوله ورځ مخالفینو او حتی خپلو داخلي رقیبانو ته سپکې سپورې ووایي .
دا لفظي شخړې د طالبانو په لیکو کې ژور درزونه او تبلیغاتي جګړه په ډاګه کوي چې اوس ټولنیزو رسنیو ته راوتلې ده .

طالبان #پاکټيجنګیالي #ټولنیزېرسنۍ #ټویټر #افشاګري #مبین #داخلي_اختلاف #افغانستان #سایبري #تبلیغات #تازه

Author