له کندز ولایت څخه سیمه ییزې سرچینې راپور ورکوي چې د چهارشنبې په ماښام د دلوې په ۸مه، د طالبانو د شپږمې امنیتي حوزې په قرارګاه کې چاودنه شوې ده. ویل کیږي د دې چاودنې اصلي هدف د طالبانو د شپږمې حوزې آمر و چې د پېښې پر مهال په سیمه کې موجود و .
عیني شاهدان وایي چې د چاودنې وروسته له سیمې د ډزو غږونه اورېدل شوي او طالب ځواکونو سمدستي سیمه کلابنده کړې ده. د پېښې ځای شاوخوا کلک امنیتي تدابیر نیول شوي او هیچا ته د نږدې کېدو اجازه نه ورکول کیږي .
تر اوسه د دې چاودنې د مرګ ژوبلې او زیانونو په اړه کره معلومات نشته او د طالبانو سیمه ییزو چارواکو هم په دې اړه څه نه دي ویلي. دا پېښه د هیواد په شمالي کلیدي ولایتونو کې د طالبانو په لیکو کې د امنیتي ننګونو او نفوذ دوام ښيي .
#کندز #چاودنه #طالبان #امنیت #افغانستان #فوری_خبرونه #شمال #پیښی