په غور ولایت کې سیمه ییزو سرچینو فاش کړې چې مفتي عبدالرشید چې په “لیزري” مشهور دی او د طالبانو یو قوماندان دی، له یوې واده شوې ښځې سره د زنا پر مهال نیول شوی دی. دا پېښه د چهارشنبې په ورځ د دلوې په ۸مه د دولینې په ولسوالۍ کې شوې او دغه قوماندان د سیمې د خلکو لخوا نیول شوی دی .
د سرچینو په وینا، د دې ښځې خاوند د کار لپاره ایران ته تللی و او په کور کې نه و، چې ګاونډیانو له شک وروسته د طالبانو دغه مفتي له یادې ښځې سره ونیو. ښځې اعتراف کړی چې له دوو میاشتو راهیسې یې له دغه طالب چارواکي سره اړیکه درلوده. د سیمې قهرجنو خلکو له نیولو وروسته هغه طالب ځواکونو ته سپارلی دی .
د چارو پوهان وایي چې دا پېښه د طالبانو د چلند د دوه مخۍ یوه بېلګه ده؛ هغه ډله چې د شریعت د پلي کولو په شعار سره پر عامو خلکو سخت محدودیتونه لګوي، خو غړي یې پخپله په اخلاقي فساد کې ښکېل دي. دې موضوع د دغې ډلې د دیني او اخلاقي ادعاوو په اړه د خلکو بې باوري زیاته کړې ده .
#غور #طالبان #اخلاقی_فساد #رسوایی #افغانستان #عدالت #شریعت #مفتی_لیزری