په کندهار ولایت کې سیمه ییزې سرچینې وايي چې د سپین بولدک ولسوالۍ کې د درېیو ښځو جسدونه موندل شوي چې په ډېر بې رحمانه ډول وژل شوې دي . دا جسدونه د دوشنبې په ورځ په داسې حال کې وموندل شول چې په بوجیو کې اچول شوي او د “سارګو” غره ته نږدې ښخ شوي وو .
لومړنۍ نښې ښيي چې دا ښځې څو میاشتې مخکې وژل شوې دي. جسدونه د پېژندنې لپاره روغتون ته وړل شوي، خو تر اوسه یې هویت او د وژنې لامل نه دی معلوم . په هېواد کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي او مرموزو وژنو زیاتوالي خلک اندېښمن کړي دي .

کندهار #دښځووژنه #تاوتریخوالی #سپینبولدک #جنایت #افغانستان #بشريحقونه #امنیت

Author