د پاکستان پولیسو د افغان کډوالو د نیولو په لړ کې، یو افغان خبریال جبیر وزیري نیولی دی . سرچینې وايي چې پولیسو په دې وروستیو کې هغه خبریالان په نښه کړي چې د خپلو مهاجرتی دوسیو د خلاصون په تمه دي او لامل یې د ویزې نشتون بلل کېږي .
د افغانستان د رسنیو ملاتړې ادارې ویلي چې په تېرو دوو اونیو کې پنځه خبریالان په پاکستان کې نیول شوي دي . دغه بنسټ د پاکستان لخوا د ویزو د نه تمدیدولو په اړه اندېښنه ښودلې او له نړیوالو ادارو یې غوښتي چې د هغو افغان خبریالانو ملاتړ وکړي چې د خپل ژوند د خوندیتوب لپاره هلته تللي دي .

افغانخبریان #پاکستان #کډوال #نیول #بشريحقونه #رسنۍ #افغانستان #ویزه

Author