د ملګرو ملتونو امنیت شورا په بلوچستان کې وروستي بریدونه چې د “بلوڅ ازادۍ پوځ” لخوا ترسره شوي، په کلکو ټکو غندلي دي . یادې شورا د یوې اعلامیې په خپرولو سره ترهګري د نړیوالې سولې لپاره یو جدي ګواښ وباله او د دې خونړیو پیښو د عاملینو او ملاتړو د محاکمې غوښتنه یې وکړه.
په دې همغږو بریدونو کې چې د دلوې په ۱۱مه نیټه ترسره شول، د ۳۱ ملکي وګړو په ګډون ۴۸ تنه وژل شوي دي . پاکستاني چارواکو ادعا کړې چې د ځوابي عملیاتو په ترڅ کې یې شاوخوا ۱۷۷ بلوڅ وسله وال وژلي دي. د امنیت شورا غړو له ټولو هیوادونو وغوښتل چې د نړیوالو قوانینو له مخې د پاکستان له حکومت سره همکاري وکړي.
دا اعلامیه په داسې حال کې خپریږي چې په سیمه کې ناامنۍ زیاتې شوي دي. امنیت شورا خبرداری ورکړی چې هر ډول ترهګریز عمل، پرته له دې چې انګیزه یا ځای یې څه وي، یو جنایت دی او باید په کلکه ورسره مبارزه وشي .