د افغانستان د ښځو د همت خوځښت په بغلان ولایت کې د یوې تمثیلی پارچې په وړاندې کولو سره د طالبانو د ډلې د محاکمو د جزایی اصولنامې ۳۴ ماده په کلکه وغندله.

معترضې میرمنې وایی چې دا قانون د ښځو پر وړاندې تبعیض او تاوتریخوالی قانونی کوی او د قربانیانو پر ځای ظالمانو ته برائت ورکوی.


په دغه ننداره کې د هغې میرمنې کیسه انځور شوې وه چې د میړه د ظلم له امله د پلار کور ته پناه وړی، خو د طالبانو د محکمې لخوا د خپلو حقونو د غوښتلو په جرم په درې میاشتو بند محکومیږی.

دغه میرمنې ټینګار کوی چې د ځان ساتلو لپاره پناه وړل جرم نه دی او ښځې باید یوازې د جنسیت له امله مجازات نشی.
دغه خوځښت له نړیوالې ټولنې څخه په کلکه وغوښتل چې یوازې په تشو اعلامیو او خواشینۍ اکتفا ونه کړی. افغان میرمنې وایی چې نور د کاغذ پر مخ خواخوږی ورته د منلو نه ده او ملګری ملتونه باید د طالبانو د ډلې د ظلمونو پر وړاندې عملی او جدی اقدامات وشی، ځکه افغان میرمنې به هیڅکله تسلیم نشی.

افغانمیرمنې #بغلان #حقوقبشر #اعتراض #طالبان #عدالت #افغانستان #نهپهتاوتریخوالی #آزادی #ښځې

Author