د راني مکرجي نوی فلم “مرداني ۳” چې د جنورۍ په ۳۰مه نیټه خپور شو، په سینماګانو کې یې ګډ غبرګونونه ترلاسه کړي دي. که څه هم د اونۍ په پای کې یې ښه بازار درلود، خو د دوشنبې په ورځ یې عواید ۶۹ سلنه کم شول او یوازې ۲.۲۵ کروړه روپۍ یې وګټلې. د دې فلم ټوله ګټه اوس ۱۹.۷۵ کروړه روپیو ته رسیدلې ده .
داسې ښکاري چې د سني دیول د “بارډر ۲” فلم سره سیالي د مرداني ۳ پر پلور اغیزه کړې ده. په دې فلم کې راني مکرجي یو ځل بیا د یوې زړورې پولیس افسرې په رول کې راغلې ده چې د ماشومانو د قاچاق وړونکو پر وړاندې مبارزه کوي .
د سینما شنونکو د فلم په اړه مختلف نظرونه ورکړي دي. ځینو د راني مکرجي د اداکارۍ ستاینه کړې، خو ځینو نورو کیسه تکراري بللې ده. سره له دې، د فلم دا پیغام چې ولې تل ښځې او نجونې د جرمونو هدف ګرځي، لیدونکو ته یو مهم درس ورکوي .