د طالبانو د ډلې د کورنیو چارو وزارت ویلي، چې د فراه او ارزګان په ولایتونو کې یې ۳۷ کیلوګرامه تریاک او ۲۷۰۰ کیلوګرامه چرس نیولي دي. د دغه وزارت په وینا، په فراه کې څلور تنه نیول شوي او په ارزګان کې نشه یي توکي سوځول شوي دي. دا په داسې حال کې ده چې طالب چارواکو په دوحه کې ادعا کړې وه چې د نشه یي توکو تولید صفر ته نږدې شوی دی .
خو د سیمې هېوادونه لا هم اندېښمن دي. یو ایراني چارواکي ویلي چې له افغانستان څخه د نشه یي توکو قاچاق لا هم دوام لري. بل لور ته طالبان ادعا کوي چې صنعتي نشه یي توکي او د هغې وسایل له بهر څخه افغانستان ته راوړل کیږي او په دې اړه یې خپله اندېښنه څرګنده کړې ده .

نشهييتوکي #افغانستان #فراه #ارزګان #طالبان #ایران #قاچاق #دوحه #پولیس #افغان_خبرونه

Author