د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت ویلي، چې د سالنګ لویه لار د سختې واورې او توپان له امله د پنجشنبې له ماښام راهیسې د ترافیکو پر مخ تړل شوې ده. دا مهمه لاره چې کابل له شمال سره نښلوي، اوس مهال د مسافرو او بار وړونکو موټرو پر مخ بنده ده او خلک باید د لارې خلاصېدو ته انتظار وباسي .
په ورته وخت کې له مرکزي ولایتونو څخه هم د لارو د بندېدو راپورونه ورکړل شوي دي. په بامیان او ډایکندي کې سیمه ییزو چارواکو ویلي چې د قوناق کوتل او د خدیر او کیټي ولسوالیو لارې له نیلي سره بندې شوې دي. دغه راز د حاجي ګک په کوتل کې د بامیان-کابل لاره هم د سخت توپان له امله بنده شوې ده .