د روسیې سیاسي کارپوه اندري سرینکو په خپل نوي کتاب «د طالبانو د استخباراتو رازونه» کې ادعا کړې چې د سي آی اې او د طالبانو د استخباراتو ترمنځ پټې همکارۍ شته. هغه وايي چې په قطر او سعودي عربستان کې پټې لیدنې شوې دي او امریکا مسکو ته د طالبانو د سفرونو له پایلو خبریږي. د هغه په وینا، طالبانو آن له امریکا غوښتي چې د ټرمپ د نظر بدلولو لپاره له بګرام څخه لیدنه وکړي .
په کتاب کې دا ادعا هم شوې چې د طالبانو مشران په کندهار کې د ملا هبت الله د ساتنې لپاره د «وسپنیز ګنبد» په څېر د هوايي دفاعي سیستم د جوړولو په لټه کې دي او د متخصصینو د روزلو لپاره یې چین ته مخه کړې ده. سرینکو خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې جهادي ډلې په مرکزي آسیا د بریدونو لپاره د ځان چمتو کولو په حال کې دي .