د اتریش د کورنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې یو ۳۰ کلن افغان کډوال یې د چهارشنبې په سهار کابل ته ستون کړی دی. دغه کس چې د «مجرم» په توګه پیژندل شوی، د جنسي او تاوتریخوالي په جرم په ۱۰ کاله بند محکوم شوی و او د خپل بند د اوو کلونو له تیرولو وروسته وایستل شو .
په وروستیو میاشتو کې له اروپايي هېوادونو څخه د جرمي مخینې لرونکو کډوالو ایستل ډېر شوي دي. د اتریش دا اقدام د هغو کډوالو پر وړاندې د اروپايي هېوادونو سخت دریځ ښيي چې جرم کوي، حتی په داسې حال کې چې په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت د اندېښنې وړ دی .