سیمه ییزې سرچینې په کندز ښار کې د یوې چاودنې خبر ورکوي. دغه پېښه د پنجشنبې په ماښام شاوخوا ۶:۳۵ بجې د دغه ښار د درېیمې امنیتي حوزه په مربوطاتو کې شوې ده. ویل کیږي چې د دې چاودنې هدف د ازادۍ چوک ته نږدې د طالبانو یو چک پاینټ و .
تر اوسه د دې پېښې د مرګ ژوبلې په اړه کره معلومات نشته او په کندز کې طالب امنیتي چارواکو په دې اړه څه نه دي ویلي. په ښاري سیمو کې چاودنې تل د امنیتي وضعیت په اړه د خلکو د اندېښنې لامل کیږي .

کندز #چاودنه #امنیت #طالبان #ازادۍچوک #امنیتيپېښه #افغانستان #فوري_خبر #شمال #خبرونه

Author