په کابل ښار کې سرچینو تایید کړې چې د حسیب الله سروري په نوم یوه سړي خپله میرمن د سختو وهلو ټکولو له امله وژلې ده. دغه بده پېښه د کابل ښار په قصبه سیمه کې شوې او ویل کیږي چې قاتل د جلال آباد اصلي اوسیدونکی و .
د سرچینو په وینا، د دې وژنې لامل د سړي د دویم واده له امله کورنۍ شخړې وې. دغه کس شاوخوا څلور اونۍ وړاندې له یوې بلې ښځې سره کوژده کړې وه چې له لومړۍ میرمنې سره یې د سخت جنجال لامل شو. په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی لا هم یوه جدي او وژونکې ستونزه ده .

کابل #دښځوپروړاندېتاوتریخوالی #وژنه #قصبه #کورنۍ #دښځوحقونه #افغانستان #عدالت #دکابلخبرونه #ټولنیز

Author