د بدنام امریکايي پانګوال جفري اپسټین اړوند د نویو خپرو شویو اسنادو څېړنه ښيي چې د هغه د ۲۰۱۰ کال په ایمیلونو کې د «حقاني» نوم ذکر شوی دی. د اپسټین او امریکايي میلیاردر ټام پریتزکر ترمنځ په یوه لیک کې، په کابل کې یوې لیدنې ته اشاره شوې چې د امریکا د استخباراتو یو کس هم پکې و او د حقاني نوم پکې بې له توضیحاتو راغلی دی .
شنونکي په دې باور دي چې دا اشاره ښايي جلال الدین حقاني، د حقاني شبکې بنسټ ایښودونکي ته وي چې په افغانستان کې د ډېرو خونړیو بریدونو مسوول و. د لویدیځ د بانفوذه څېرو په شخصي اسنادو کې د یوې ترهګرې ډلې د نوم ذکر کیدل، په هغو کلونو کې د پټو اړیکو او معاملو په اړه جدي پوښتنې راپورته کوي .