د افغانستان د ازادۍ جبهې د پروان ولایت په مرکز چاریکار ښار کې د طالبانو د جلب او جذب پر قرارګاه د تازه برید مسؤلیت منلی دی. د دې جبهې د خبرپاڼې له مخې، دا برید د پنجشنبې په ماښام ترسره شوی چې په پایله کې یې دوه طالبان وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.
د طالبانو دغه مخالفې پوځي جبهې ویلي چې په دې عملیاتو کې د دوی ځواکونو ته کوم زیان نه دی رسیدلی. په وروستیو میاشتو کې په بېلابېلو ولایتونو کې پر طالبانو چریکي بریدونه زیات شوي چې د دې ډلې د واکمنۍ لپاره جدي امنیتي ننګونې په ګوته کوي.
د پوځي چارو کارپوهان په دې باور دي چې په هدفي بریدونو کې د طالبانو د تلفاتو زیاتوالی د مخالفینو د عملیاتي وړتیا د پیاوړتیا نښه ده. د ولایتونو په مرکزونو کې د خپلو غړو د امنیت په ساتلو کې د طالبانو پاتې راتلل، د دې ډلې د امنیتي ادعاوو په اړه پوښتنې راپورته کړې دي.