د طالبانو د ډلې دفاع وزارت د پاکستاني چارواکو هغه څرګندونې «غیر مسؤلانه» بللې چې ګواکې په اسلام اباد کې په وروستۍ چاودنه کې افغان اتباع لاس لري. د یاد وزارت ویاند ټینګار کړی چې اسلام اباد باید د خپلو امنیتي ناکامیو د پټولو لپاره افغانستان ته د تور ګوته ونه نیسي.

عنایت الله خوارزمي په یوه پیغام کې ویلي چې پاکستان باید د عامه افکارو د منحرفولو پر ځای خپل سیاستونه اصلاح کړي. دا غبرګون وروسته له هغه ښودل کیږي چې د پاکستان دفاع وزیر ادعا وکړه چې په اسلام اباد کې په یوه جومات د ځانمرګي برید عامل افغانستان ته تګ راتګ درلود.

د کابل او اسلام اباد ترمنځ په امنیتي مسایلو لفظي شخړې لا هم دوام لري. طالبانو تل ټینګار کړی چې اجازه نه ورکوي د افغانستان خاوره د ګاونډیانو پر ضد وکارول شي، خو پاکستاني چارواکي په وار وار افغانستان د وسله والو ډلو په پناه ورکولو تورنوي.

Author