د ایران د بهرنیو چارو وزارت د امریکا د وروستیو بریدونو په غبرګون کې ویلي چې دې کړنو د جګړې د پای ته رسولو هوکړه لیک په بشپړه توګه بې اغېزې کړی دی. دغه وزارت خبرداری ورکړی چې د دې ګواښوونکي تاوتریخوالي د پایلو پړه به یوازې د امریکا پر غاړه وي.

ایراني چارواکي په کلکه وایي چې د دوی پر سویلي سواحلو د امریکا بریدونه د ملګرو ملتونو د منشور ښکاره او جدي سرغړونه ده. تهران همدا راز د سیمې هېوادونو ته خبرداری ورکړی چې په دې بریدونو کې هر ډول همکاري به په جنایت کې د شریکېدو په معنا وي.

دا تاوتریخوالی په داسې حال کې زیات شوی چې واشنګټن پر ایران د هرمز په تنګي کې پر سوداګریزو کښتیو د بریدونو تور لګوي. دواړو لوریو یو بل له اوربند څخه په سرغړونه تورن کړي او متقابل بریدونه یې ترسره کړي چې وضعیت یې نور هم کړکېچن کړی دی.

#منځنی\_ختیځ #ایران #امریکا

🌐

Author