د غزني ولایت سیمه ییزې سرچینې تاییدوي چې د یوې ترافیکي پېښې په پایله کې د طالبانو دوه غړي وژل شوي دي. دا پېښه تېره شپه د غزني ښار د لومړۍ امنیتي حوزه اړوند د «روضې کوتل» په سیمه کې هغه مهال رامنځته شوه چې د طالبانو یو رنجر موټر له یو ۵۸۰ ډوله مسافر وړونکي بس سره وجنګېد .
سرچینې زیاتوي چې په دې پېښه کې د رنجر موټر د دوو سپرلیو د وژل کېدو سربېره، د ۵۸۰ موټر څلور سپرلۍ چې درې یې ښځې دي، ټپیانې شوې دي. ټپیان روغتون ته لېږدول شوي، خو د طالبانو مسؤلینو تر اوسه په دې اړه رسمي تبصره نه ده کړې .
د پېښې لامل د موټر چلوونکو بې احتیاطي بلل شوې ده. خلک وايي چې د طالبانو غړي ډېری وخت د موټر چلولو پر مهال ترافیکي اصول نه مراعاتوي او په ډېر لوړ سرعت تګ کوي، چې له امله یې پخوا هم ورته خونړۍ پېښې رامنځته شوې او ملکي وګړو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې ده .

افغانستان #غزني #ترافیکيپېښه #طالبان #خبرونه #مرګژوبله #پښتوخبرونه #حوادث #دسړک_امنیت

Author