د روسیې تاس خبري اژانس راپور ورکړی چې د پاکستان حکومت په اسلام اباد ښار کې سرینا هوټل د یوې مهمې دولتي پیښې لپاره چمتو کوي. د دې هوټل مدیریت له خپلو ټولو میلمنو غوښتي چې ژر تر دبې خپلې خونې خالي کړي.
ویل کیږي چې دا بې ساري اقدام د ایران او امریکا د لوړ پوړو پلاویو د کوربتوب په موخه ترسره شوی دی. له دې سره سره لا هم په رسمي توګه نه ده تایید شوې چې ایا دا ځای به په دقیق ډول د پټو خبرو اترو ځای وي او که نه.
دا پرمختګونه وروسته له هغه رامنځته کیږي چې تهران او واشنګټن پر یوه دوه اونیز اوربند موافقه وکړه. په پاکستان کې د ایران سفیر هم تایید کړې چې ایرانی پلاوی به ډیر ژر د خبرو د پیل لپاره اسلام اباد ته ورسیږي.
🌐 #امریکا #ایران #پاکستان #سولې\_خبرې