د فیلیپین امنیتي چارواکو خبر ورکړی چې د افغانستان څخه ورغلې د «میټ امفیټامین» یا شیشې یوه لویه محموله یې نیولې ده. د دې نشه يي توکو ارزښت شاوخوا پنځه میلیونه ډالره اټکل شوی او په ډېر مهارت سره د مرمرو ډبرو په مینځ کې ځای پر ځای شوي وو .
د فیلیپین د کورنیو چارو وزارت ویلي چې قاچاقبرانو هڅه کوله دا توکي د ګمرکي اسنادو له مخې د مرمرو په نوم وارد کړي. د پلټنې پر مهال له دې ډبرو څخه ۱۳۱ بستې نشه يي توکي چې ټول وزن یې ۴۱ کیلوګرامه کیږي، ترلاسه شوي دي .
دا لومړی ځل نه دی چې له افغانستان څخه په دې بڼه نشه يي توکي فیلیپین ته قاچاق کیږي. په ورته وخت کې، تاجیکستاني چارواکو هم له افغانستان څخه د نشه يي توکو د قاچاق د زیاتوالي خبر ورکړی، چې په سیمه کې یې اندېښنې ډېرې کړې دي .

افغانستان #نشهييتوکي #فیلیپین #قاچاق #شیشه #پولیس #آسیا #امنیت #ګمرک #خبرونه

Author