د امریکا د عدلیې وزارت نویو خپرو شویو اسنادو د «ډي پي ورلډ» شرکت د رئیس سلطان احمد بن سلیم او بدنام مجرم جفري اپسټین ترمنځ پټې اړیکې په ډاګه کړې دي. د دې اسنادو له مخې، دغه اماراتي سوداګر چې له طالبانو سره یې د افغانستان د بندرونو د پراختیا قرارداد لاسلیک کړی، له اپسټین سره د «شکنجه کولو ویډیو» په اړه ایمیلونه تبادله کړي دي .
دې خبر په نړیواله کچه غبرګونونه راپارولي دي؛ د کاناډا یوه پانګوال صندوق له ډي پي ورلډ سره خپلې سوداګریزې اړیکې پرې کړې دي. دا شرکت د طالبانو د حکومت لپاره د سوداګریزو لارو په مدیریت کې مهم رول لري، خو اوس د دې تورونو له امله تر فشار لاندې دی .
تر اوسه معلومه نه ده چې طالبان به د خپل سوداګریز شریک په اړه دې رسوایۍ ته څه غبرګون وښيي. د امریکا د کانګرس غړي تامس مسي دا ایمیلونه په خپله ایکس پاڼه خپاره کړي او د دې دوو کسانو ترمنځ یې پر نږدې اړیکو رڼا اچولې ده .

افغانستان #ډيپيورلډ #طالبان #رسوايي #سوداګري #امارات #امریکا #اقتصاد #خبرونه

Author