سیمه ییزو سرچینو د بدخشان ولایت د بهارک ولسوالۍ په اړوند سیمو کې د یوې چاودنې خبر ورکړی دی. ویل کیږي چې دا پیښه په قلاتک سیمه کې شوې او د سیمې د خلکو ترمنځ یې اندیښنې راپارولي دي.
د سرچینو په وینا، د دې چاودنې هدف څوارلسمه سرحدي لوا وه چې په همدې سیمه کې میشت ده. تر اوسه د برید د نوعیت او د احتمالي مرګ ژوبلې په اړه دقیق معلومات په لاس کې نشته او د سیمې وضعیت روښانه نه دی.
د طالبانو سیمه ییزو چارواکو تر دې دمه د دې پیښې په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی. د رسمي معلوماتو نشتون د دې لامل شوی چې په ټولنیزو رسنیو کې د پیښې په اړه بیلابیلې اوازې خپرې شي.