د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې ویلي چې له پاکستان او ایران څخه د ۵.۴ میلیونه افغان کډوالو بې ساري راستنیدل افغانستان د یو لوی بشري ناورین څنډې ته رسولی دی. دغه لړۍ د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر میاشتې راهیسې روانه ده او پر هیواد یې د کمزوري اقتصاد سربیره خورا دروند بوج اچولی دی.
د یادې ادارې استازی عرفات جمال وایي چې یوازې په تیر کال کې ۲.۹ میلیونه کسان هیواد ته ستانه شوي دي، چې دا شمیره په یوه هیواد کې بې مخینې ده. دا په داسې حال کې ده چې افغانستان دمګړۍ له سختې وچکالۍ او د طبیعي پیښو له امله له ګڼو ستونزو سره لاس او ګریوان دی او د نویو راغلو خلکو لاسنیوی ورته ګران دی.
ډیری راستنیدونکي کورنۍ د ژوندي پاتې کیدو لپاره خپل د کور وسایل پلوري او یا پورونو ته مخه کوي. ملګري ملتونه خبرداری ورکوي چې که له دغو راستنیدونکو سره بیړنۍ او دوامداره مرستې ونه شي، نو د دوی ژوند به له جدي ګواښ سره مخ شي او ډیری به ونشي کولای چې خپل ژوند له سره په عزت سره پیل کړي.