د پاکستان د هاکي ملي لوبډلې کپتان شکیل عباسي له اسټرالیا څخه تر راستنیدو وروسته له ترخو حقایقو پرده پورته کړه او د خپل هیواد د هاکي فدراسیون یې تر سختو نیوکو لاندې ونیو. هغه افشا کړه چې د ملي لوبډلې لوبغاړي مجبور وو چې د نړۍ له پیاوړو ټیمونو سره تر سیالۍ مخکې، په پخلنځي کې لوښي ووینځي او پاک کاري وکړي، چې دا د پاکستان د ورزش لپاره د شرم خبره ده .
عباسي په غوسه خبریالانو ته وویل چې لوبډله د بودیجې نشتوالي او کمزوري مدیریت له امله ساعتونه په هوايي ډګر او سرکونو سرګردانه وه. هغه پوښتنه وکړه: «کله چې ملي لوبغاړی مجبور وي تر لوبې مخکې لوښي ووینځي، تاسو د کومې پایلې تمه لرئ؟» دې حالت پاکستان په اسټرالیا کې د خپلو ټولو لوبو د بایللو لامل شو .
سره له دې چې چارواکي د هوټل لپاره د ۱۰ ملیون روپیو بودیجې د ورکړې ادعا کوي، لوبغاړي حتی په لنډمهاله استوګنځایونو کې هم له ستونزو سره مخ وو. د لوبډلې کپتان خبرداری ورکړی که مدیریت اصلاح نشي او بهرنی روزونکی ونه نیول شي، د پاکستان هاکي چې یو وخت د نړۍ اتل و، په بشپړه توګه به له منځه لاړ شي .

ورزش #هاکي #پاکستان #شکیلعباسي #سپورت #رسوايي #نړیوالېسیالۍ #ملي_لوبډله #اسټرالیا #کرکټ

Author