د کډوالو د مرستې نړیوال سازمان اعلان کړی چې په امریکا کې یوې محکمې د ډونالډ ټرمپ پر ادارې غږ کړی چې د افغان ژباړونکو او همکارانو د ځانګړو کډوالۍ ویزو (SIV) ارزونه بېرته پیل کړي. دغه پرېکړه د هغو زرګونو افغانانو لپاره یو ښه زیرری دی چې د ویزو په تمه له نامعلوم برخلیک سره مخ وو.
قاضۍ تانیا چاتکان په خپل حکم کې لیکلي چې د ځانګړو ویزو د غوښتنلیکونو پر مخ د نامحدود بندیز لګول د کانګرس له پرېکړو او د محکمې له موجودو حکمونو سره په ټکر کې دي. هغې ټینګار کړی چې حکومت باید د قانون له مخې خپل مسوولیتونه ادا کړي او د افغان غوښتونکو کارونه ونه ځنډوي.
د محکمې د حکم له مخې، د ټرمپ اداره اوس مکلفه ده چې د یو منظم او مشخص پلان له مخې د ځانګړو ویزو غوښتنلیکونه وڅېړي. قاضۍ امر کړی چې د ویزو په اړه پرېکړې باید په خپل وخت وشي ترڅو د هغو افغانانو ژوند وژغورل شي چې د امریکا د ماموریت پر مهال یې مرسته کړې وه.

افغانستان #امریکا #کډوال #ځانګړېویزې #ایسایوی #محکمه #ټرمپ #پناهغوښتونکي #بشري_حقونه #کانګرس

Author