باوري سرچینو تایید کړې چې د پاکستاني طالبانو (ټي ټي پي) غړي له پاکستان څخه په تورخم کې عمري کمپ ته راوستل شوي دي. طالبان دغه جنګیالي له لومړني ځای پر ځای کیدو وروسته د افغانستان مختلفو ولایتونو ته لیږدوي ترڅو هلته میشت شي .
راپورونه وایي چې طالبانو د دغو بهرنیو ډلو د رسمي میشت کیدو او پیاوړتیا لپاره لوی ښارګوټي جوړ کړي دي. اندیښنې شته چې دغه کسان تر تجهیز وروسته د تخریبي کړنو لپاره نورو سیمو ته استول کیږي .
څیړونکي خبرداری ورکوي چې د طالبانو دا کړنه افغانستان د تندلارو ډلو د فعالیت په مرکز بدلوي. دا تګلاره نه یوازې کورنی امنیت کمزوری کوي، بلکې هیواد د لا زیاتو بندیزونو او سیاسي انزوا له ګواښ سره مخ کوي .

افغانستان #طالبان #پاکستان #ټيټيپي #امنیت #تورخم #تروریزم #خبرونه #سیاست

Author