په روژه کې د جوماتونو مخې ته د مرستې لپاره د لسګونو میرمنو د راټولیدو ویډیو خپریدل، پراخ غبرګونونه راپارولي دي. دا انځورونه په هیواد کې د بې ساري غربت نښه ده چې بې شمیره کورنۍ ورسره لاس او ګریوان دي .
د تیر حکومت د ملي امنیت شورا پخواني ویاند رحمت الله اندر ویلي چې د طالبانو په رژیم کې میرمنې یوازې د سوال کولو حق لري، په داسې حال کې چې د کار او زده کړې حق ترې اخیستل شوی دی. دې بندیزونو په کورنیو کې غربت لا پسې زیات کړی دی .
ملګرو ملتونو راپور ورکړی چې د افغانستان تر نیمايي ډیر نفوس بیړنیو مرستو ته اړتیا لري. له کور څخه بهر د میرمنو پر کار له بندیز سره، په هیواد کې اقتصادي بحران او لوږه ورځ تر بلې پراخیږي .