د طالبانو مشر هبت الله اخوندزاده په یو نوي جزايي قانون کې د میړونو لخوا د میرمنو وهل قانوني اعلان کړي دي. د دغه قانون له مخې، که د میرمنې په بدن د ماتیدو یا زخم نښې پاتې نشي، سړی حق لري خپله میرمن ووهي .
دغه نوي قانون د میرمنو لپاره د شکایت شرایط نږدې ناممکن کړي دي؛ شاکۍ میرمن باید له محرم او بشپړ حجاب سره د نارینه قاضي پر وړاندې حاضره شي ترڅو خپل زخمونه وښيي. حتی د ثبوت په صورت کې، د سړي سزا به تر ۱۵ ورځو ډیر زندان نه وي .
همدارنګه د دې قانون د ۳۴مې مادې له مخې، هغه میرمن چې د میړه له اجازې پرته له کوره ووځي، حتی که د تاوتریخوالي له امله وتښتې، په زندان محکومیږي. دې قوانینو نړیوال غبرګونونه پارولي او د میرمنو د خوندیتوب په اړه یې اندیښنې زیاتې کړي دي .

افغانستان #میرمنې #طالبان #نویقانون #کورنیتاوتریخوالی #بشريحقونه #هبتالله #عدالت #خبرونه

Author