باوري سرچینو راپور ورکړی چې د طالبانو د دفاع وزارت مرستیال ملا فاضل مظلوم، له دفاع وزیر ملا یعقوب سره د ژورو اختلافاتو له امله له خپلې دندې ګوښه شوی دی. ویل کیږي چې د هغه ټول اجرائیوي واکونه مخکې له دې اخیستل شوي وو .
راپورونه وایي چې د دغو دوو لوړپوړو چارواکو ترمنځ تاوتریخوالی د دې لامل شو چې د طالبانو مشر ملا فاضل د ټرانسپورټ وزارت ته واستوي. ملا فاضل چې د طالبانو ځواکمن قوماندان ګڼل کیده، د پوځ له لوی درستیز سره هم اختلاف درلود .
د طالبانو ډیری قوماندانان د ملا یعقوب ګمارنه د کورنیو اړیکو او د واک میراثي کیدو نښه بولي. دا بدلونونه یو ځل بیا د طالبانو په رهبرۍ کې ژور درزونه په ډاګه کوي .

افغانستان #طالبان #ملایعقوب #ملافاضل #دفاعوزارت #سیاست #خپلمنځياختلافات #واک #خبرونه

Author