د افغانستان مخکینۍ سیاستوالې فوزیه کوفي د افغانستان پر خاوره د پاکستان د وروستیو بریدونو په غبرګون کې ویلي چې ملکي خلکو ته زیان رسول د توجیه وړ نه دي. هغې په خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې له ځمکنۍ بشپړتیا څخه دفاع یوازې هغه نظام کولای شي چې ملي مشروعیت ولري او د خلکو په اراده رامنځته شوی وي .
اغلې کوفي ټینګار وکړ چې حکومت باید د ټولو وګړو حقونو ته درناوی وکړي او اجازه ورنکړي چې افغانستان د نیابتي ډلو په امن پټنځای بدل شي. هغې مشروعیت، ټولشمولیت او د اساسي قانون حاکمیت په افغانستان او سیمه کې د سولې د ساتلو اصلي شرطونه وبلل .
دا څرګندونې وروسته له هغه کیږي چې د پولې دواړو غاړو ته تاوتریخوالی زیات شو او هوايي بریدونو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله واړوله. کوفي باور لري چې د یو قانوني او ټولشموله حکومت نشتوالی ملي او سیمه ییز امنیت له ګواښ سره مخ کوي .

فوزیهکوفي #افغانستان #پاکستان #هواييبریدونه #سوله #مليمشروعیت #بشريحقونه #اساسيقانون #سیمهییزامنیت #افغانسیاست