د افغانستان د ملي مقاومت جبهې ادعا کړې چې په کندز ولایت کې یې په یوه هدفي برید کې د طالبانو درې غړي وژلي دي. دا پېښه د شنبې په ماښام، د ۱۴۰۴ کال د کب په ۲مه، د کندز هوايي ډګر او کابل بندر سیمې ته نږدې شوې ده .
د دې جبهې د اعلامیې له مخې، برید د طالبانو د یوه قومندان پر موټر شوی چې په شپنیو ګزمو بوخت و. په دې عملیاتو کې یاد قومندان له خپلو دوو ملګرو سره وژل شوی او دوه نور ټپیان دي، خو د جبهې ځواکونو او ملکي خلکو ته زیان نه دی اوښتی .
د مقاومت جبهې ویلي چې دا بریدونه د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د طالبانو له واک څخه د خلاصون په موخه ترسره کوي. طالبانو تر اوسه په کندز کې د دې ادعا او اوښتو تلفاتو په اړه څه نه دي ویلي .

مقاومتجبهه #کندز #طالبان #امنیت #افغانستان #نښته #شماليافغانستان #هدفيبرید #جګړه #کابلبندر