پاپ لیو څوارلسم کاتولیک مذهبي مشرانو ته خبرداری ورکړی چې د خپلو ویناوو او وعظونو د لیکلو لپاره دې له مصنوعي ځیرکتیا یا AI څخه کار نه اخلي. هغه ټینګار وکړ چې ماشین نشي کولی د اصلي ایمان او انساني احساس ځای ونیسي.
پاپ په یوه خصوصي ناسته کې وویل: “له دې وسوسې ځان وساتئ چې د مصنوعي ځیرکتیا په مرسته وعظ چمتو کړئ.” هغه زیاته کړه چې انساني ماغزه د بدن د غړو په څیر دي، که کار ترې ونه اخیستل شي، خپل وړتیا له لاسه ورکوي.
د پاپ په وینا، ریښتینی وعظ د ایمان شریکول دي او مصنوعي ځیرکتیا هیڅکله نشي کولی ایمان شریک کړي. هغه همدا راز له مذهبي مشرانو وغوښتل چې په ټولنیزو رسنیو کې د “لایک” او فالوورانو په لټه کې نه شي.

مصنوعيځیرکتیا #تکنالوژي #پاپ #مذهب #واتیکان #نړیوالخبرونه #اخلاقي_مسایل #کلیسا #ټیکنالوژي #وعظ

Author