په کندهار کې د طالبانو د والي دفتر خبر ورکړی چې د کابل، بلخ او هرات په ګډون د اوو زونونو والیانو په یوه مهمه ناسته کې ګډون کړی دی. دا غونډه چې د سلواغې په لومړۍ نیټه جوړه شوې وه، پکې په سیاسي، امنیتي او اقتصادي مسایلو خبرې وشوې .
په دې ناسته کې په ټولو ولایتونو کې د هبت الله آخندزاده د حکمونو په بشپړ تطبیق ټینګار وشو. د نشه يي توکو پر وړاندې مبارزه، د راستنیدونکو کډوالو ستونزې او د سوداګریزو اسانتیاوو ارزونه د دې غونډې مهمې موضوعګانې وې . د نوي جوړښت له مخې، دا والیان د زونونو په کچه واک لري.
دا غونډه د دې ښکارندويي کوي چې طالبان غواړي د کندهار او نورو ولایتونو ترمنځ همغږي زیاته کړي او د خپل مشر د حکمونو د عملي کولو لپاره جدي ګامونه پورته کړي .

کندهار #طالبان #والیان #غونډه #امنیت #اقتصاد #هبتاللهآخندزاده #کابل #هرات #راستنیدونکي

Author