د امریکا د کورني امنیت وزیرې کریسټي نوئم اعلان کړی چې د هغو افغانانو کلکې پلټنې به روانې وي چې د پناه غوښتنې د پروګرامونو له لارې امریکا ته راغلي دي. هغه ټینګار کوي چې باید ډاډ ترلاسه شي چې د بایډن په وخت کې ترسره شوې ارزونې «بشپړې او دقیقې» وې .
نوئم په سنا مجلس کې وویل چې په پخوانیو پروسو کې نیمګړتیاوې موندل شوي او په قطر کې د میشتو افغانانو وضعیت هم په دقت څیړل کیږي. هغې روښانه کړه چې یوازې هغه کسان به منل کیږي چې د قانون له مخې د شرایطو وړ وي .
د اندیښنو سره سره، هغې دا تضمین ورنکړ چې دا کسان به بیرته افغانستان ته نه استول کیږي، هغه څه چې د کډوالو د ملاتړ ادارې یې اندیښمنې کړي دي. دا په داسې حال کې ده چې د ټرمپ په امر افغانانو ته د ویزو ورکړه ځنډول شوې ده .