هغه افغان کډوال چې له پاکستان څخه له ایستل کیدو وروسته فراه ولایت ته راستانه شوي، د سختو اقتصادي ستونزو، بیکارۍ او روغتیایی خدمتونو ته د نه لاسرسي سره مخ دي. دا کورنۍ وايي چې د خپل ورځني ژوند د لګښتونو د پوره کولو توان نلري او په خورا ناوړه شرایطو کې ژوند کوي.

د دغو کډوالو یو شمیر وايي چې دوی حتی د لومړنیو خوراکي توکو د اخیستلو او یا د خپلو ناروغیو د درملنې لپاره روغتون ته د تګ پیسې نلري. دوی همدارنګه د وړیا کلینیکونو له خدمتونو څخه هم بې برخې دي او اړ دي چې په ویجاړو کورونو کې د لوږې او ناروغیو سره مبارزه وکړي.

د نړیوالو بنسټونو د راپورونو له مخې، په تیرو پنځو کلونو کې میلیونونه افغانان له ایران او پاکستان څخه هیواد ته راستانه شوي دي. خو مرستندویه ادارو تل د دغو کورنیو اساسي اړتیاوو ته د رسیدو او د کاري فرصتونو د برابرولو لپاره د کافي بودیجې د نشتوالي له امله جدي اندیښنه ښودلې ده.

🌐

#افغان\_کډوال #فراه #اقتصادي\_بحران

Author