د پاکستان د علماوو شورا مشر طاهر اشرفي په سرحدي سیمو کې د پوځ روانه جګړه «جهاد» بللې ده. هغه ادعا کوي چې ټول پاکستانی ملت او دیني عالمان د وسله والو پر وړاندې د خپل پوځ د عملیاتو بشپړ ملاتړ کوي او دا جګړه شرعي ګڼي.

بل لور ته، د طالبانو د ډلې اړوند افغان ملايانو هم د پاکستان پر وړاندې د «جهاد» غږ پورته کړی دی. عبدالحمید حماسي او عبدالسمیع غزنوي په خپلو وروستیو ویډیويي پیغامونو کې له خپلو پلویانو غوښتي چې د پاکستاني پوځ پر مرکزونو بریدونه وکړي او دا جګړه یې فرض بللې ده.

د فتوګانو دا جګړه په داسې حال کې توده شوې چې پر پوله نښتې او سیاسي تریخوالي ډېر شوي دي. د سیاسي او پوځي موخو لپاره له مذهبي سپیڅلو اصطلاحاتو کار اخیستل د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ته د ولسونو اندېښنې راپارولي دي.

Author