د بشري حقونو د څار سازمان په خپل نوي راپور کې ویلي چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته په افغانستان کې بشري ناورین خورا سخت شوی دی.
راپور زیاتوي چې د ښځو د زدهکړو او کار محرومیت، د خبریالانو نیول او ناامني اوس هم په شدت سره دوام لري.
دې سازمان له نړیوالو هېوادونو غوښتي چې له افغانانو سره مرستو ته دوام ورکړي او د افغان پناه غوښتونکو له اجباري ایستلو ډډه وکړي.
#بشري_حقونه #افغانستان #د_حقونو_څار #بندیزونه #خبرونه
🌐