د لتوانیا حکومت په خپل وروستي امنیتي ارزونې سند کې، په افغانستان کې مېشته د داعش خراسان څانګه د یوه احتمالي ګواښ په توګه معرفي کړې ده. دا ارزونه د دې ډلې د فعالیتونو په اړه د اروپايي هېوادونو مخ پر زیاتیدونکې اندیښنې ښيي.

د لتوانیا امنیتي چارواکو اعلان کړی چې داعش د ټولنیزو شبکو په کارولو سره په اروپا کې د منځنۍ اسیا د مهاجرو ځوانانو د جلب او جذب په حال کې دی. دا تبلیغاتي کمپاینونه کولی شي په دغه هېواد کې د جدي ترهګریزو ګواښونو لپاره زمینه برابره کړي.

که څه هم په لتوانیا کې د لنډمهاله بریدونو احتمال کم اټکل شوی، خو د کسانو د رادیکال کېدو او د ملاتړو شبکو د رامنځته کېدو خطر شتون لري. د وروستیو بدلونونو وروسته په افغانستان کې د ترهګرو ډلو شتون له سیمې هاخوا اندیښنې خورا زیاتې کړې دي.

#لتوانیا #داعش\_خراسان #افغانستان #ملي\_امنیت #مهاجرین #ترهګري #منځنۍ\_اسیا

Author