د فرانسې ولسمشر امانوئل مکرون د ایران له ولسمشر مسعود پزشکیان سره په یوه ټیلیفوني اړیکه کې د دوو زنداني فرانسوي اتباعو پر خوندیتوب ټینګار وکړ. دا دوه کسان چې سیسیل کوهلر او ژاک پاریس نومیږي، په تهران کې ساتل کیږي.

مکرون اعلان وکړ چې دا کسان دمګړۍ په تهران کې د فرانسې په سفارت کې دي، خو پاریس ته د هغوی د لېږد په اړه یې کوم جزئیات ورنکړل. په ۲۰۲۲ کال کې د دې فرانسوي ښوونکو نیول کېدو د دواړو هېوادونو اړیکې ترینګلې کړې دي.

د فرانسې ولسمشر همدا راز له ایران څخه وغوښتل چې په سیمه کې خپل بریدونه ودروي او د هرمز تنګي بندول پای ته ورسوي. هغه د کړکېچونو د کمولو او د ایران د اټومي پروګرامونو لپاره پر یوې ډیپلوماټیکې حل لارې ټینګار وکړ.

#فرانسه #ایران #امانوئل\_مکرون #مسعود\_پزشکیان #زندانیان #منځنی\_ختیځ #د\_هرمز\_تنګی

Author