په کونړ ولایت کې د طالبانو د حکومت سیمه ییزو چارواکو اعلان کړی چې د پاکستان پوځ په تېرو څلېرویشت ساعتونو کې د دغه ولایت پر بېلابېلو سیمو څه باندې پنځه اتیا د هاوان مرمۍ توغولي دي. دغو بریدونو مرکز او څو ولسوالۍ په نښه کړي دي.
د طالبانو د حکومت د چارواکو په وینا د دغو توپچي بریدونو په پایله کې دوه تنه ملکي وګړي وژل شوي او اووه تنه نور سخت ټپیان دي. د دې ترخې پېښې په قربانیانو کې بې ګناه ښځې او ماشومان هم شامل دي.
د هاوان یوه مرمۍ په ناري ولسوالۍ کې پر یوه د استوګنې کور لګېدلې چې درنه مرګ ژوبله یې اړولې ده. پاکستاني چارواکو تر اوسه د افغانستان پر خاوره د دغو مرګونو بریدونو په اړه څه نه دي ویلي.
#افغانستان #کونړ #پاکستان
🌐