د پاکستان د پنجاب ایالت پولیسو اعلان کړی چې له پنځه دېرش زرو ډېر بې اسناده بهرني وګړي یې چې افغان کډوال هم پکې دي ایستلي دي. دا بهیر د بې اسناده پناه غوښتونکو په وړاندې د پاکستان حکومت د سختو تګلارو یوه برخه ده.

د پولیسو چارواکو تایید کړې چې سلګونه نور بهرني وګړي لا هم په توقیف ځایونو کې دي او د هغوی د ایستلو بهیر په منظم ډول دوام لري. له دې اقداماتو سره هم مهاله په ټول پنجاب ایالت په ځانګړې توګه لاهور ښار کې امنیتي تدابیر سخت شوي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو بنسټونو د افغان پناه غوښتونکو د اجباري ستنولو په اړه خبرداری ورکړی دی. دوی ټینګار کوي چې د ښځو، ماشومانو او مدني فعالانو ایستل هغوی په خپل هېواد کې له جدي خطرونو او د بشري حقونو له سرغړونو سره مخ کوي.

#افغان\_کډوال #پاکستان #بشري\_حقونه

🌐

Author