د طالبانو د حکومت د مخالفو ډلو یو شمېر سیاسي څېرو او استازو په لندن کې له دوه ورځنۍ غونډې وروسته یوه اعلامیه خپره کړه. دوی د خلکو د رایو پر بنسټ د یوه سیاسي نظام پر جوړولو ټینګار وکړ.
د دې غونډې ګډونوالو د یوه عصري اساسي قانون او د افغانستان د واک په جوړښت کې د پراخ ولسي ګډون غوښتنه وکړه. د هیوادوالو د حقونو ساتنه او د قومي تنوع درناوی هم د دې اعلامیې له مهمو موخو څخه دي.
دا پروګرام د افغانستان لپاره د ښځو د بنسټ لخوا جوړ شوی و. په دې غونډه کې حاضرو برتانوي چارواکو هم د طالبانو له حکومت څخه وغوښتل چې ټول شموله حکومت جوړ کړي او د افغان ښځو حقونو ته درناوی وکړي.
#افغانستان #لندن\_غونډه #طالبان
🌐