اروپايي ټولنې اعلان کړی چې په افغانستان کې یې له بې ځایه شویو او زلزله ځپلو سره د مرستې لپاره دوه سوه او پنځوس زره یورو ځانګړې کړې دي. دا مرستې به زیانمنونکو کسانو ته ورسیږي.

د راپورونو له مخې دا بودیجه به په خوست کونړ ننګرهار نورستان پکتیکا او پکتیا ولایتونو کې د شاوخوا اویا زره کسانو د ملاتړ لپاره ولګول شي. وروستیو جګړو زرګونه افغان کورنۍ بې ځایه کړې دي.

دا مالي مرسته به د افغاني سرې میاشتې ټولنې له لارې د خوړو نغدو پیسو او بیړني سرپناه د ویشلو لپاره مصرف شي. اروپايي ټولنه تل د افغانانو لپاره د بشري مرستو یو له سترو مرستندویانو څخه پاتې شوې ده.

#افغانستان #بشري\_مرستې #اروپايي\_ټولنه

🌐

Author