د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا خبرداری ورکړی چې د نړیوالو افراطي سازمانونو لخوا رامنځته شوي ګواښونه مخ په ډیریدو دي. هغې په ځانګړې توګه د داعش او القاعدې ډلو مخ پر ودې خطر ته اشاره وکړه.

هغې په مسکو کې د کروکوس پر تالار وسله وال برید ته په اشارې سره زیاته کړه چې د ترهګرو لاسونو ته د وسلو د لوېدو خطر ډېر شوی دی. د تاجکستان څلور وګړي چې په دې برید کې یې لاس درلود په عمري بند محکوم شوي دي.

روسي چارواکي تل ټینګار کوي چې له ګاونډیو هېوادونو سره باید د ترهګرۍ ضد همکارۍ پیاوړې شي. زاخارووا د منځني ختیځ د هېوادونو او افغانستان په کورنیو چارو کې د لوېدیځ لاسوهنه د ترهګرۍ د پراختیا اصلي لامل وباله.

#روسیه #ترهګري #داعش #نړۍ

🌐

Author