سیمه ییزو سرچینو د کابل ښار په پروان سه سیمه کې د یوې سترې اورلګېدنې خبر ورکړ. دې ناڅاپي پېښې خلک اندېښمن کړي او د تور لوګي ستنې له لرې واټن څخه ښکاري.
د لومړنیو راپورونو له مخې، د تېلو څو ټانکرونو اور اخیستی او لمبې په چټکۍ سره پراخې شوې. د اور وژنې ډلې د اور مهارولو او د زیانونو د مخنیوي لپاره د پېښې ځای ته ورسېدې.
تر اوسه د دې اورلګېدنې اصلي لامل نه دی څرګند شوی او د طالبانو حکومت چارواکو معلومات نه دي ورکړي. د دې پېښې له امله د تلفاتو او مالي زیانونو کچه معلومه نه ده.
#کابل #اورلګېدنه #پېښه
🌐