د امریکا د متحده ایالاتو د کورني امنیت وزارت اعلان کړی چې بصیر احمد صافی په نوم یې یو افغان وګړی نیولی دی. دا کس په امریکا کې د ماشومانو د ځورونې او غیر قانوني استوګنې په تور نیول شوی دی.

د راپورونو له مخې دغه افغان وګړي د نیول کېدو پر مهال د اوسېدو قانوني اسناد نه درلودل او له دې وړاندې یې هم د محکومیت مخینه درلوده. هغه په تیرو کلونو کې او د ایستلو پروسې په جریان کې متحده ایالاتو ته داخل شوی و.

امریکايي چارواکو ټینګار کړی چې دغه کس به تر بشپړ ایستلو پورې د کډوالۍ ادارې په توقیف کې پاتې شي. په وروستیو میاشتو کې د افغان کډوالو نیول د ډیاسپورا په ټولنه کې پراخې اندېښنې راپارولي دي.

#افغانستان #مهاجرت #متحده\_ایالات #کډوال

🌐

Author