د طالبانو په حکومت کې د مهاجرینو چارو وزارت چارواکو اعلان کړی چې په تېره یوه اونۍ کې د پاکستان له بېلابېلو زندانونو څخه تر څلور سوه ډېر افغانان خوشي شوي دي. دا کسان اوس هېواد ته راستانه شوي دي.

د پاکستاني چارواکو لخوا د دغو افغان اتباعو د نیول کېدو اصلي لامل په دقیق ډول نه دی روښانه شوی. خو ویل کیږي چې دوی د پاکستان د پولیسو په بند کې بېلابېل وختونه تېر کړي دي.

دا افغان اتباع له خوشې کېدو وروسته د سپین بولدک سرحدي لارې له لارې کندهار ولایت ته داخل شوي دي. مدني فعالانو تل په ګاونډیو هېوادونو کې د افغان بندیانو وضعیت ته پر نه پاملرنې اندېښنه ښودلې او د رسېدنې غوښتنه کوي.

#افغانستان #مهاجرت #پاکستان #افغان\_بندیان

🌐

Author